IQNA

 د دوبئ دقرآن کریم د سیالیو لومړي غیر عرب ګډون کونکي

15:43 - March 18, 2024
د خبر لمبر: 3488902
ایکنا- د دوبئ د قرآن کریم د نړیوالو سیالیو  په دریمه ورځ  په دغو سیالیو کې لومړنی غیر عرب  ګډون کونکی د  ګډون کونکو له خوا ډير وستایل شو.

ایکنانیوز د الخلیج له قوله راپور راکړ،د دوبئ د قرآن کریم د نړیوالو سیالیو د اوه ویشتم پړاؤ په دریمه ورځ اوو ګډون کونکو د قرآن کریم تلاؤت وکړ او سره له دې چې دهغوي مادري ژبه عربی  نه وه، خو  حاضرو کسانو ډير وستایل.

 ددوبئ د قرآن سیالیو ددریمې ورځې په ګډون کونکو کې  چې د حفض او عاصم  په روایت سره  ئې د قرآن کریم تلاؤت کړی،د کومور جمهوریت څخه سوید بن عبدالفتاح، د فرانسې محمد بوحسن ،له ساحل عاج څخه  حسین توري ، له قطر څخه حمد عبدالله طایس الجمیلي ، د سویډ شعیب محمد شفیعي ، له سری لنکا  څخه محمد محمد رزان او د  آلبانیه  عمر برزوشي پکې  شامل وو.

 په کومور کې په امام شافعي پوهنځي کې دقرآنی علومو  او تفسیر استاد نصیف ابارهیم عبدالله  الازهري  چې په سیالیو کې د ګډون کونکي  سوید بن عبدالفتاح  آکا او ملګری دی ، د ګډون کونکو دسوئې  ستاینه کړې او روښانه ئې کړې ده ، چې د حفظ  او د هغو په پیاوړي اجرا کې د ګډون کونکو   توانمني او  دسوئې نزدیکت  ددغو نړیوالو سیالیو د اهمیّت او د قرآن د ممتازو او توانمنو حافظانو   شتون ته د امر د متوّلیانو لیوالتیا ده .

د کومور  نماینده  سوید بن عبدالفتاح  ددوبئ د قرآن کریم د نړیوالو سیالیو داوه ویشتم  پړاؤ  کې ترټولو ځوان ګډون کونکی دی چې  اته کلن دی او  دخپلې مور په مرستې سره  توانیدلی دی قرآن کریم حفظ کړي.

 هغه په یولړ څرګندونو کې ووئيل، زما مور  زه د قرآن حفظ ته وهڅولم .ما له څلور کلنۍ  د قرآن حفظ کول پیل کړل او په یوه کال کې مو  دغه حفظ پاي ته ورساو.

 https://iqna.ir/fa/news/4205835

captcha